IQNA

    «په قران عمل »؛ د غزې د بوږنونکي غمیزې په باب د اسلامي نړۍعلماؤ ته د ایران د اهلسنت دسلګونوعالمانو لیک (مقاله)

12:16 - November 19, 2024
د خبر لمبر: 3490184
ایکنا - په دې حساسو حالاتو کښې چې نن یې وینو، ټول کفر د ټول اسلام په وړاندې ولاړ دی او د جنګِ احزاب رایادونکی دی، د اسلام حکم، د دغو جنګي کفارو په وړاندې د جهاد جوت واجبوالی دی؛ لکه څنګه چې متعال خدای فرمايي: «وَقَاتِلُوا الْمُشْرِکِینَ کَافَّةً کَمَا یُقَاتِلُونَکُمْ کَافَّةً» نو ځکه دنده دا ده چې ټول پتمن مسلمانان وسله راواخلي او د مسلمانانو د سر او مال او عزت دفاع وکړي، لکه څنګه چې «د مقاومت امت» ژوندی دی او د لازیات تیري اجازه به ورنه کړي او له دې جهاد څخه به د خدای تعالی په درګاه کښې ستر اجر ولري چې فرمایلي یې دي: «لَا یَسْتَوِی الْقَاعِدُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِینَ غَیْرُ أُولِی الضَّرَرِ وَالْمُجَاهِدُونَ فِی سَبِیلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ فَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِینَ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ عَلَی الْقَاعِدِینَ دَرَجَةً وَکُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَی وَفَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِینَ عَلَی الْقَاعِدِینَ أَجْرًا عَظِیمًاً».


ایکنانیوز د پارس ټوډی   له قوله خبر ورکړی چې د ایران   اهلسنت په سلګونو عالمانو د فلسطین د مسئلې په اړه د اسلامي نړۍ دیني عالمانو ته په یو لیک کښې، د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په وړاندې د څرګند او په ډاګه غبرګون غوښتنه  کړې .
ددغه لیک متن ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.
 
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِیم
 
«إِنَّ اللَّهَ یُحِبُّ الَّذِینَ یُقَاتِلُونَ فِی سَبِیلِهِ صَفًّا کَأَنَّهُمْ بُنْیَانٌ مَرْصُوصٌ»
 
د اسلامي نړۍ قدرمنو عالمانو!
د حرمین شریفین، مصر، اردن، تیونس، عراق، سوریې، قطر، اماراتو او ترکیې په شان د اسلامي هیوادونو محترمو عالمانو!
نن سبا د مسلمانانو د لومړۍ قبلې په ټاټوبي، په فلسطین شریف هیواد او په تیره بیا په پیاوړې غزې سیمې کښې د سترې شیطانې امریکې په ملاتړ د صهیونیسټي رژيم جنایتونه وینو چې د قرآن د حکم له مخې: «لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِلَّذِینَ آمَنُوا الْیَهُودَ وَالَّذِینَ أَشْرَکُوا» دي.
نن سبا دنیا په غزه کښې توکمیزه نسل وژنه او اجباري کوچول وینو او غمجنې او خواشینونکې پیښې روانې دي.
مونږ په دې تیر یو کال کښې چې د طوفان الاقصی له ویاړومنو عملیاتو تیریږي، په قدس شریف او ګرانې غزې د روانو حالاتو په اړه ستاسو عالمانو ارزښتناک دریځونه لیدلي او اوریدلي دي، ستاسو د قهر چغه او د اعتراض غږ د ټولو غوږو ته ورسید او دا د ستاینې وړ کار دی.
خو تاسو علمای کرام ته په خطاب کښې د دې خط د لیکلو وجه دا ده چې لیدل کیږي په جنګي سازوسامان د سنبال خبیث صهیوني دښمن جنایتونه، د امریکې او د څو کفري اروپايي حکومتونو په څرګند ملاتړ سره بڼه نیسي او دغه غاصب رژیم او د هغه ملاتړي لویدیځ کفار، د اسلامي نړۍ د عالمانو، د مسلمانو او غیرمسلمانو پتمنانو او حتی د بې خاصیته نړیوالو ټولنو اعتراضونو ته هیڅ پام نه کوي او د وژلو مشین یې هیڅ حد نه لري چې همدااوس له غزې او د فلسطین له مقدس ټاټوبي تیر شوی او د لبنان په مسلمان هیواد یې هم برید کړی دی! پر دې سربیره صهیونیسټي رژيم د امریکې له نوي حکومته د ملاتړ تمه لري نو بس د غزې او ورپسې بیا د لویدیځې غاړې د بشپړه نیولو او د فلسطیني هیواد د جوړولو د طرحې د ختمولو په تکل کښې دی.
مونږ د ایران د اسلامي جمهوریت د اهل سنت عالمانو په توګه د اسلامي نړۍ له علماؤ غوښتنه کوو چې تاسو یوازې د بیانیو له ورکولو واوړئ او په عملي اقداماتو سره، خپلو اعتراضونو ته د عمل جامه واغوندئ، که څه هم ستاسو دغه عملي کار، له تاسو محترمو علماو سره د لویدیځپاله تالي څټو حکومتونو د برخورد سبب شي ځکه چې قرآن پاک فرمايي: «تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَتُجَاهِدُونَ فِی سَبِیلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِکُمْ وَأَنْفُسِکُمْ ذَلِکُمْ خَیْرٌ لَکُمْ إِنْ کُنْتُمْ تَعْلَمُونَ».
جوته ده چې په دې حساسو حالاتو کښې چې نن یې وینو، ټول کفر د ټول اسلام په وړاندې ولاړ دی او د جنګِ احزاب رایادونکی دی، د اسلام حکم، د دغو جنګي کفارو په وړاندې د جهاد جوت واجبوالی دی؛ لکه څنګه چې متعال خدای فرمايي: «وَقَاتِلُوا الْمُشْرِکِینَ کَافَّةً کَمَا یُقَاتِلُونَکُمْ کَافَّةً» نو ځکه دنده دا ده چې ټول پتمن مسلمانان وسله راواخلي او د مسلمانانو د سر او مال او عزت دفاع وکړي، لکه څنګه چې «د مقاومت امت» ژوندی دی او د لازیات تیري اجازه به ورنه کړي او له دې جهاد څخه به د خدای تعالی په درګاه کښې ستر اجر ولري چې فرمایلي یې دي: «لَا یَسْتَوِی الْقَاعِدُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِینَ غَیْرُ أُولِی الضَّرَرِ وَالْمُجَاهِدُونَ فِی سَبِیلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ فَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِینَ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ عَلَی الْقَاعِدِینَ دَرَجَةً وَکُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَی وَفَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِینَ عَلَی الْقَاعِدِینَ أَجْرًا عَظِیمًاً».
په دې وجه د مالي مرستې په واجبوالي او د اسلامي مقاومت لپاره له زکاته د استفادې او همداشان د صهیوني شیانو د اخیستو په منعې او له صهیونیسټي رزیم سره د هر ډول مرستې په بندیز کښې ستاسو له فتوا په مننې سره، یوڅو غوښتنې لري:
۲. له مصري مؤمنانو سره، د رفح په پوله کښې ملګري شئ او که وکړئ شئ نو دغه پوله پرانزئ او که نه کیږي نو لږترلږه د جنګ تر بندیدو پورې هلته په پرلت وهلو سره، په خونړي صهیوني دښمن باندې دباؤ واچوئ.
۳ .اسلامي امت په تیره بیا ځوانانو ته په خطاب کښې په هره ممکنه طریقه د صهیونیسټانو په وړاندې د وسله وال جهاد فتوا صادره کړئ.
په پاې کښې، ستاسو علمای کرامو لپاره د خیر په دعا سره وایو چې که مونږ مسلمان عالمان متحد او یوموټي شو، نو د حق د جبهې د بریا او د کفارو د نابودۍ په هکله الهي ژمنه به وي او خپل لیک، په دې مبارکو آیتونو سره پاې ته رسوو چې فرمايي: «وَلَقَدْ سَبَقَتْ کَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِینَ إِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنْصُورُونَ وَإِنَّ جُنْدَنَا لَهُمُ الْغَالِبُونَ».
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i154412

captcha